روزګان: د ملي اردو هاوان مرمۍ لګېدو پنځه ماشومان وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۷)

د روزګان لايت په مرکز ترينکوټ کې د ملي اردو ځواکونو له لوري د هاوان مرمۍ د توغولو له کبله اوو تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روزګان د مرکزي روغتون مشر ډاکټر امين الله توخي وايي، نن ماسپښين د ترينکوټ مربوط ابردي سيمې څخه چې د هاوان مرمۍ پکې لګېدلې اووه ماشومان راړول شول چې پنځو ژوند له لاسه ورکړ او دوه تنه سخت ټپيان دي.

ځايي اوسېدونکي او د وژل شويو ماشومانو د کورنۍ غړي وايي، دغه مرمې د ملي اردو ځواکونو له خوا وار شوې چې په يوه کور لګېدلې او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.

په روزګان کې د ملي اردو ځواکونو د څلورمې لواء مسوولينو او ولايتي چارواکو په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملي اردو ځواکونو په هاوان برید کې پنځه ماشومان ژوند له لاسه ورکوي بلکې تر دې مخکې هم دولتي ځواکونو په ډيرې بې پامۍ سره په ملکي ميشت ځايونو د هاوان او لويو توپونو بريدونه کړي چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې ترڅنګ يې هغوی ته درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close