روزګان: طالبانو د چنارتو ولسوالۍ او شاوخوا دولتي تاسيسات نيولي

روزګان چارواکي وايي: طالبانو د ملي اردو يوه قرارګاه نيولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۳)

د روزګان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په چنارتو ولسوالۍ کې طالبانو يوه قرارګاه نيولې او د لسګونو عسکرو سره د امنيې قوماندانۍ اړيکې پرې شوي دي.

د چنارتو ولسوالۍ امنيه قوماندان اخترمحمد د ياد بريد د تاييد سربيره وويل، طالبانو تېره شپه لس بجې د ملي اردو په قرارګاه بريد کړی او قرارګاه د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

د اخترمحمد په وينا، په دغه قرارګاه کې سل تنو عسکرو دنده کوله چې له بريد وروسته د لسګونو سرتيرو سره د قوماندانۍ اړيکې پرې شوي دي.

د چنارتو ولسوالۍ وايي، چې لا هم په سيمه کې جګړه روانه ده او په وينا يې طالبانو د ولسوالۍ خواته پرمختګ پيل کړی زياتوي ښايي امنيتي وضعيت ښه نه دی ښايي دغه ولسوالۍ هم سقوط وکړي.

د روزګان امنيه قوماندان معروف احمدزی وايي، په دغه نښتو کې د ولسوالۍ لپاره جوړ شوي ځيني نوي تاسیسات هم چې لا ګټې اخیستنې ته نه وو سپارل شوي له منځه تللي.

طالبانو د برید مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، د چنارتو ولسوالۍ، قومندانۍ، لويه قرارګاه او درې پوستې نيول شوي دي.

نوموړي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي: په دغه جګړه کې پنځه پنځوس عسکر وژل شوي، شپږ ژوندي نيول شوي، پنځه څلوېښت ميله سپکله او درنه وسله، څلور ټانګونه، دوه رينجر موټر يو امبولانس او په زياته اندازه مهمات هم د طالبانو لاسته لويدلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close