روزګان: مشهور اربکی قومندان شجاعي ټپي، مرستيال او شل اربکيان يې وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۷)

د مشرانو جرګې د شکاياتو اورېدو کمېسيون مشر محمد حنيف حنيفي وايي، تيره ورځ په خاص روزګان ولسوالۍ کې د طالبانو او په سيمه کې د اربکي قومندان حکيم شجاعي تر منځ جګړه شوې چې په ترڅ کې يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د حنيفي په وينا، د شجاعي کسانو غوښتل چې د یادې ولسوالۍ مربوط د کُندلانو له سيمې څخه په زوره يوه ښځه بوزي خو ځايي خلکو له طالبانو مرسته غوښتې او د شجاعي له وسله والو سره يې جګړه کړې ده.

حنيفي وايي، تر دې دمه د شجاعي د مرستيال فکور په شمول اووه تنه اربکيان وژل شوي، اووه ټپيان دي او جګړه لا هم روانه ده.

پژواک ته يې سيمه ييزو سرچينو ويلي، په دغه جګړه کې خپله شجاعي ټپي دی او د هغه د مرستيال فکور په ګډون شل اربکيان وژل شوي دي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ څخه یوې امنیتي سرچینې شمشاد ته ويلي په دغه جګړه کې تر اوسه ۲۲ ملکیان هم وژل شوي چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي.

د رزګان د ولایتي شورا غړی عبدالله حقبین وايي، د جګړې له سيمې څخه تر دې دمه سلګونه کورنۍ کډه شوي دي.

د ارزګان والي پېښه مني خو له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

طالبانو تيره ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي و چې حکيم شجاعي کسانو په کندلان او جنګه ريغ سيمو کې (چور او تالان) ګډ کړی و چې د طالبانو له خوا پرې بريد ترسره شو.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په برید کې دیوې ښځېنه پوليسې په شمول یې ۶ تنه مزدور اربکیان ژوندي ونیول شول ۸ تنه یې مړه  او ژوبل شول.

د راپورونو له مخې، حکیم شجاعي څو کاله مخکې یاده ولسوالۍ کې د بهرنیانو په مرسته د سیمه ییزو پولیسو قومندان وټاکل شو چې د مالوماتو له مخې تر دې دمه يې سلګونه بې ګناه ملکیان وژلي دي، او ځايي خلک يې له ظلمونو تر پوځې راغلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close