روزګان ولايتي شورا: چارواکي مرسته شوي غنم پر خپلو خپلوانو ويشي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۱)

د روزګان ولايتي شورا او د دغه ولايت خلک ادعا کوي چې د ولايت مقام چارواکي د هندوستان هېواد له خوا مرسته شوي غنم پر خپلو مامورينو او خپلوانو ويشي.

د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، چې جګړو او وچکالۍ سخت ځپلي او هغه مرستې چې د دوی په نوم دغه ولايت ته ورکول شوي چې د چارواکو له خوا نه ورکول کېږي.

د روزګان يو تن اوسېدونکی مجاهد وايي، مرسته شوي غنم هغه چاته ورکول کېږي چې په حکومت کې دنده ولري، تنخوا ولري او يا د چارواکو خپلوان وي زياتوي له تيرو درو کلونو راهيسې وچکالۍ او جګړو سخت ځپلي چې په کورونو کې آن يو من غنم هم نه لرو.

دوی وايي، په خپله يې ليدلي چې د زراعت رياست کې يواځې د هغو خلکو تذکيرې اخيستل کېدې چې يا به مامورين ول او يا به د کوم چارواکي خپل خپلوان و او ورته به غنم ورکول کېدل.

تېره اوونۍ د هندوستان هېواد اتلس سوه اته شپيته ټنه غنم دغه ولايت ته ورکول شوي دي.

د روزګان ولايتي شورا وايي، ولايتي چارواکو مرسته شوي غنم د هغه طرزالعمل له مخې نه دي ويشلي کوم چې د مرکزي ادارې له خوا امر شوی و.

د روزګان د ولايتي شورا رييس امير خان بارکزی وايي، دغه غنم د ولايت مقام له لوري د څارنې له ډلې پرته ويشل کېږي او هغه چاته ورکول کېږي چاته چې د دوی خوښه وشي او پراخ فساد پکې روان دی.

د روزګان والي په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې خو د والي مرستيال عطاءالله فضلي هم مني وايي چې دغه غنم په دولتي ادارو کې په اجیرانو او ښوونکو ويشل شوي دي.

د فضلي په وينا په پلان کې ده چې د غنمو پاتې برخه په وچکالۍ او جګړه ځپلو خلکو هم وويشل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي و چې د هندوستان هېواد مرسته شوي غنم په ځينو ولايتونو کې په ګودامونو کې د دې له امله چې وچکالۍ ځپلو خلکو ته پر وخت نه دي ورکول شوي خراب شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close