روزګان ولایت د طالب سپېشل فورس لخوا د څلورو ورځو را پدېخوا تر سختې محاصرې لاندې دی

کابل ټکی کام ۱۵سنبله/۱۳۹۴

راپور: فرید احمد

د روزګان ولایت څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي چې ۸۰۰ تازه دم طالب سپېشل فورس موټرسایکل سپاره د روزګان ولایت شاوخوا مېشت شوي دي، چې محلي حکومت یې له سختې وارخطايۍ سره مخ کړی دی.

د محاصرې په دویمه ورځ له ۵۰۰ زیاتو پولیسو طالبانو سره رابطې کړي، او غواړي چې تسلیم شي، چې په همدې لړۍ کې پرون د محاصرې په درېیمه ورځ ۱۲ پولیس طالبانو ته تسلیم شوي هم دي.

طالبانو محلي ولایتي حکومت ته ۱۰ ورځې وخت ورکړی دی چې یا خو دې تسلیم شي، او کنه د دوی د سخت جنګ سره به مخ شي.

ځايي خلک وايي چې د نورو ولایتونو څخه راغلي طالبان په منطقه کې ترسترګو شوي دي چې په پرمخ تللې اسلحو سمبال دي.

دوی وایي راغلي طالبان له خلکو سره ښه چلند کوي او آن تردې چې له کلیوالو سره په کروندو کې هم مرستې کوي.

تر اوسه نه طالبانو او نه هم حکومتي چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close