روزګان چارواکي: هوايي بريد کې اووه پوليس وژل شوي، شپږ نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۷)

د روزګان ولايت سيمه چارواکي وايي، د دغه ولايت په چنارتو ولسوالۍ کې هوايي ځواک پر افغان عسکرو بمبار کړی چې په ترڅ کې يې ديارلس پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د چنارتو ولسوال حاجي فيض محمد وايي، دغه بمبارۍ پرون سهار هغه مهال ترسره شوې کله چې طالبانو پر دغه ولسوالۍ بريد وکړ خو هوايي ځواکونو په سهوې سره افغان سرتيري په نښه کړل.

د ولسوالۍ په وينا، پېښه د جمعې په ورځ د يوولس بجو په شاوخوا کې د يادې ولسوالۍ مربوط په “چنارتو” سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، د طالبانو له بريد وروسته پولیسو خپلو پوستو ته اکمالات کول چې برید ورباندې وشو او په ترڅ کې يې اووه عسکر ووژل شول او درې نور ټپيان شول په وينا يې په وژل شويو کې درې تنه د ځانګړو ځواکونو سرتيري هم شامل دي.

که څه هم ولسوال وايي، په دغه هوايي بريد کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه لري خو له بله پلوه طالبانو خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي رسنيو ته يې په لېږلې خپرپاڼه کې ويلي چې د طالبانو د بريدونو پر مهال په ياده ولسوالۍ کې ګڼ شمير عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز يو شمير سيمه ييزو باوري سرچينو ويلي، چې بريد د بهرنيو ځواکونو له خوا ترسره شوی او پکې عسکرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شميرې تر هغو زياتې دي چې چارواکي يې اعلانوي.

تر اوسه د دغه هوايي برید په اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو يا دفاع وزارت څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې هم د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ډير کرته د افغان پوځ سرتيري په نښه شوي دي چې هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close