روزګان چارواکي: يوې پوستې سقوط کړی- څلور پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۹) د روزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو په ترڅ کې څلور پوليس وژل شوي دي.

د چورې ولسوال امين الله خالقي وايي، پرون طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط په قيلع راغه سيمه کې په دولتي پوستو بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې يوې پوستې سقوط وکړ، څلور پوليس ووژل شول او دوه نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، په دې نښتو کې د پنځو طالبانو د وژل کېدو سربيره درې نور طالبان ټپيان شوي هم دي.

طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، په بريد کې يې ليزري وسلې کارولي چې په پايله کې يې يوه پوسته نیول شوې، اووه عسکر وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې طالبانو ويلي، چې له پوستې يې اته ميله وسلې، يوه مخابره په زياته اندازه مرمۍ او نور مهمات هم لاسته ورغلي دي.

خبرپاڼه زياتوي، په نښته کې طالبانو ته هيڅ زيان نه دی اوښتی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close