روزګان چارواکي: چهارچينو ولسوالۍ له مرکز پرته ټوله طالبانو سره ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۹) د روزګان ولايت د چهارچينو ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي، دغه ولسوالۍ له مرکز پرته ټوله له طالبانو سره ده او دوی له تېر يوه کال راهيسې په ولسوالۍ کې کلابند دي.

د چهارچينو ولسوال محمد کريم کريمي وايي، د يادې ولسوالۍ پر نيم بازار طالبان حاکميت لري او دوی يوازې د ملي اردو په يوه کمپ کې کلابند دي زياتوي چې د دولت تر ولکې لاندې سيمو کې هيڅ ښوونځی، روغتيايي مرکز او يا دولتي اداره شتون نه لري.

د کريم په وينا: “له تېر يوه کال راهيسې د ملي اردو په یوه مرکز کې کلابند يو، د مرکز په دوه سوه مترۍ کې طالبان دي، پر نوروه ټوله ولسوالۍ طالبان واکمن دي.”

په عين حال کې د ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ سرپرست طيب محمد هم د ولسوالۍ کلابندي تاييدوي زياتوي “کله مو چې يو تن زخمي شي او يا ووژل شوي په اوونيو اوونيو راته پروت وي، نه مهمات رارسېږي، نه خوراکي توکي راوړل کېږي”

په ورته مهال د روزګان امنيتي مسئولين وايي، په مرکز ترينکوټ کې يې د طالبانو پرضد عملیات پيل کړي چې په ترڅ کې يې پنځوسو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د دولتي ځواکونو عمليات يې پرشاه تمبولي او لسګونه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close