روزګان کې د یو لړ تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ افغان سرتيري وژل شوي

کابل ټکی کام ۱۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د روزګان ولایت خبري منابع وايي، چې په دغه ولایت کې د یو لړ تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

یوه ځايي امنیتي مسئول رسنیو ته د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي، چې دغه امنیتي سرتيري په یو لړ عملیاتو کې چې د دهراود ولسوالۍ او د دغه ولایت د مرکز ترېنکوټ تر منځ د لارې د بیا پرانیستلو لپاره پیل شوي وو، وژل شوي دي.

د دغې سرچینې له قوله چې طالبانو څلور ورځې وړاندې دغه لاره محاصره کړې وه.

لا تر دا مهاله، نه امنیتي رسنیو او نه هم طالبانو یې په اړه څه ویلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close