روسانوتائید کړه چې نادرکه الوتکه په تور سمندرګي کې لویدلې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۵) زرغون خوږیاڼی

د روسیې دفاع وزارت تائيد کړه، چې د دفاع وزارت اړوند ټي یو ۱۵۴ ډوله پوځي لیږدوونکي الوتکه د سوچي ښار څخه یو نیم کیلومتره لرې په تور سمندرګي کې غوزځیدلې.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، په غورځیدلې الوتکه کې ۹۱ تنه سپاره وو، چې ۹ تنه یې روسي ژونالستان، د الکساندر د میوزیک ډله، ۱۰ تنه د الوتکې عمله او نور ټول روسي پوځیان یې په سمندر کې وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا د الوتکې ټوټې د تور سمندرګي په ۷۰ متره ژورو اوبو کې موندل شوي دي، خو تر اوسه یې د کوم پوځی مړی نه دی موندلی.

 یاد وزارت د الوتکې د غورځيدو سبب د پیلوټ غفلت او یا د الوتکې تخنیکي ستونزه بللې ده.

یاده الوتکه له روسیې نه د سوریې لاذقیه ښار ته روانه وه، چې د میوزیک یو ګروپ هم موجود و، چې غوښتل یې په سوریه کې روسي پوځیانو ته د کرسمس په ورځ کنسرتونه ورکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close