روسيه: افغانستان کې د امریکا نظامي تګلارې ناکامې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۵)

د روسيې د ملي امنيت مشر نيکولای پټروشف ويلي، چې افغانستان کې د امریکا نظامي تګلارې ناکامې او بايد دغه هېواد کې د پوځي تګلارو پر ځای پر سياسي لارو چارو غور وشي.

نوموړي دغه څرګندونې تيره ورځ په ايران کې د څلورو هېوادونو د ملي امنيت سلاکارانو سره په غونډه کې وکړې په وينا يې د داعش ځينې غړي افغانستان ته رسېدلي څو هلته ځان قوي او غواړي دغه هېواد هم د سوريې په برخليک اخته کړي.

د پټروشف په خبره، امریکا په افغانستان کې اوولس کاله تير کړل خو د دې پر ځای چې وسله والې ډلې ختمې شي لا پياوړې شوي او اوس د افغانستان وضعيت تر بل هر وخت بحراني شوی دی.

دغه راز هغه وويل، طالبان تر پخوا زيات پياوړي دي او دا مهال په تعرضي حالت کې دي چې هره ورخ په دولتي ځواکونو بريدونه کوي.

هغه په ټينګار سره وويل چې د امریکا پوځي تګلاره په افغانستان کې ناکامه ده او بايد د افغان ستونزې د حل لپاره پر سياسي لارې تمرکز وشي او سيمه ييزو هېوادونو ته وخت ورکړل شي څو په دغه برخه کې همکارۍ وکړي.

په دغه غونډه کې د افغانستان، ايران، هند، چين او رسويې د ملي امنيت سلاکارنو برخه لرله چې د سيمې د امنيت خونديتابه او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر مسايلو يې خبرې کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close