روسيه د افغانستان او تاجکستان پر پوله خپل ځواکونه مېشت کوي

کابل ټکی کام ۲۴وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

روسيې په افغانستان کې روانو امنيتي حالاتو په کتو ويلي دي، چې شايد تاوتريخوالی به له دې هېواده منځنۍ اسيا ته هم خپور شي، چې له همدې کبله ښايي روسي ځواکونه د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله مېشت شي.

دغه څرګندونې د روسيې پر مشرۍ د ډله ييز امنيتي تړون عمومي منشي ته نږدې يوې سرچينې رسنيو ته کړې دي.

نوموړي زياته کړې ده، چې روسيه اندېښنه لري، چې منځنۍ اسيا ته له افغانستانه خپور شوی تاو تريخوالی به روسيې ته  ورسېږي او هلته به نا امني جوړه شي، ځکه به نو روسيه د دې کار د مخنيوي په موخه د افغانستان او تاجکستان پر ګډه پوله خپل امنيتي ځواکونه واچوي.

سرچينې ويلي دي، چې دغه کار اوس د تاجکستان تر وړانديز پورې ځنډېدلی دی، که نه نو روسي ځواکونه تيار دي.

معلومه نه ده تاجکستان به روسيې ته دا وړانديز وکړي که نه، خو دې هېواد تر اوسه له دغه ډله ييز امنيتي تړونه يوازې فني مرستې غوښتې دي او بس.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close