روسيه د لومړي ځل لپاره په سوريه کې له سترو جنګي بيړيو استفاده کوي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۶) الماس خدرخیل

روسي چارواکي وايي، د دغه هېواد سترې الوتکو وړونکې بېړۍ چې د (admiral kuznetsov) په نامه يادېږي د لومړي ځل لپاره په سوريه کې حملې پیل کړي دي.

د روسيې د دفاع وزير سرګې شويګو ويلي، چې له دغې بېړيو به د داعش ډلې او جبهة الفتح الشام پرضد په پیل کړيو عملياتو کې استفاده وکړي. نوموړی زياتوی، چې د يادې بېړۍ څخه يې د دواړو ډلو پر هدفونود kalibar توغنديو ګوزارونه کړي دي.

ويل کېږي، چې نن د سوري حکومت اړوند عسکر د روسيې هوايي او ځمکنيو ځواکونو په ملاتړ په ادلب او حمص ولايتونو کې په پراخه کچه عمليات پیل کړي دي.

روسيه وايي، چې مونږ به د سوريې حکومت سره د نظامي همکاريو لړۍ جاري وساتو.

د دغه هېواد دفاع وزير شویګوی له ولسمشر ولادمیرپوتین سره په کتنه کې هغه ته وویل، زمونږ د سمندري ځواکونو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د admiral kuznetsov الوتکې وړونکې بېړۍ په جګړو کې برخه اخیستې ده.

يوه اونۍ وړاندې روسيې ويلي و، چې د دوی ستره جنګي بيړۍ د سوريې حکومت په مرسته ټاکلي ځای ته رسېدلې، چې موخه يې د مدیترانې ختیځې برخې ته استول و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close