روسيه کې د سولې په لټه غونډه او د طالبانو شرکت

تميم توفيق

ټاکل شوې چې راروانو نژدې ورځو کې به د روسيې په پلازمېنه مسکو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګولو په اړه غونډه جوړه شي. دغې غونډې ته طالبان وربلل شوي، چې هغوی يې بلنه منلې، اما امريکا او تر هغې وروسته کابل حکومت پکې له ګډون نه انکار کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په مسکو کې د افغان سولې اړوند غونډه جوړيږي، تر دې وړاندې هم درې او څلو اړخيزې غونډې پکې دائرې شوي وې، چې په يو شمېر جلسو کې يې امريکايي استازو او په نورو ټولو کې د کابل حکومت د خارجه وزارت استازو ګډون کړی و. خو دا چې په اوسنې غونډه کې ولې ګډون نه کوي، د سوال ځای دی.

که په واقعيت سترګې پټې نه کړو، په زغرده ويلای شو چې په راروانه غونډه کې د امريکا رول کم دی او په رأس کې يې دا يرغلګر هيواد شتون نه لري چې د غونډې اجنډا په خپله ګټه وڅرخوي، له همدغه ځايه ده چې د شرکت بلنه يې رد کړه.

د کابل حکومت بيا ځکه له ګډون کولو انکاري شو چې له دوی مخکې امريکايانو انکار وکړ او ډير امکان لري چې دوی د هغوی په تعقيب کې ګټه ليدلې او يا يې د امر پر ځای کول فرض بللي وي.

ملي وحدت حکومت له ډيره وخته اصرار کوي چې طالبان دې له دوی سره مخامخ د مذاکرې پر ميز کښېني، خو طالبان بيا له امريکا سره مخامخ خبرې غواړي. د مسکو راروانه غونډه کې د طالبانو شرکت د کابل دولت لپاره تر بل هر وخت ښه موقع وه، چې له طالبانو سره يې پکې مخامخ ليدلي او سر يې ورسره خلاص کړی وای، خو متأسفانه چې دوی د امريکا په پله قدم کيښود.

له دې پېښې له ورایه معلوميږي چې د ملي يووالي حکومت په هيواد کې سولې او ثبات ته چندانې ژمنتيا نه لري او صرف یې د امريکايي ګټو په تعقيب پسې څراغ اخيستی دی. امريکايانو ته په هر حال خپلې ګټې مهمې دي او د افغان ولس ښه او بده ورته چندان اهميت نه لري، خو د کابل ادارې لپاره مناسبه نه ده چې د هيواد او ولس د ګټو پر ځای د امريکايانو د طبيعت خوشحالولو په لټه شي.

ځينو خلکو ته سوال پيدا شوی او ځينې مغرضين او ډالر خور تبليغاتيان سوال کوي چې طالبانو ولې د اسلامي هيوادونو (اندونيزيا او سعودي) غونډو کې شرکت نه کاوه. دوی د مسکو اجلاس کې د طالبانو شرکت د طالبانو لپاره د روسيې د غلامۍ دليل بولي.

دا خلک بايد درک کړي چې طالبانو يوازې د مسکو نه، بلکې په سلګونو دغسې بې طرفه غونډو کې ګډون کړی دی او لا به پکې شرکت وکړي. يوازې طالبان نه، بلکې هر مقابل جهت هيڅکله په داسې غونډه کې ګډون نه کوي چې د دښمن لخوا جوړه شوې او اجنډا يې چورلټ د دښمن په ګټه ترتيب شوې وي.

د اندونيزيا او سعودي غونډو په رأس کې امريکايان واقع وو، د هغوی په ابتکار دائرې شوې وې، اجنډا او آن فيصلې يې د امريکايانو په لاس ليکل شوې او د هغوی د ډالرو په زور تبليغ شوې.

طالبانو په ځلونو ټينګار کړی چې بې طرفه غونډې دې جوړې شي تر څو د افغانستان مسئله له امريکا سره د نړيوالو په وړاندې حل و فصل شي، خو دا چې امريکا د بې پرې هيوادونو/اشخاصو په اجلاس کې ګټه نه ويني، نو هم ځان او هم کابل اداره ترې پر شا کوي. او هغه مجالس چې د دوی په ګټه پای ته رسيږي، نه يوازې يې حمايه او ګډون پکې کوي، بلکې په خورا جم او جوش ورته رسنيز تبليغات هم په کار اچوي.

لنډه دا چې طالبانو يو ځل بيا ځان سوله غوښتونکي او د کابل ادارې ځان د امريکا د استعماري ګټو طرفدار ثابت کړ، د مسکو غونډه کې د نه ګډون فيصله يې که پخپله کړې وي او که د امريکا په امر، ښه يې ونه کړل او دا بې سوچ او فکره پرېکړه به يې نه هيواد/ولس ته ګټه وکړي او نه به هم دوی ته له تاوان پرته کومه سياسي ثمره په لاس ورکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close