روسي الوتکو د سوریې جنوب غرب کې د رژیم پر مخالفو وسله والو بمبار کړی

د سوریې فعالان وايي روسي الوتکو د تېر کال د اوربند له تړون راهیسې د لومړي ځل لپاره د سوریې په جنوب غرب کې د رژیم د مخالفو وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو باندې بمباري کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سوریې د بشري حقوقو د څار سازمان ویلي د روسیې الوتکو ۲۵ ځله پر درعا ښار بمباري کړې ده.

له نږدې یوه کال راهیسې چې په دې سیمه کې د امریکا او روسیې تر منځ د اوربند تړون شوی دا لومړی ځل دی چې د سوریې د دولتي ځواکونو په هوايي ملاتړ کولو سره پر دې سیمه بمبار کوي.

درعا ښار یو له هغو وروستیو ښارونو بلل کېږي چې د سوریې د حکومت د مخالفو وسله والو په لاس کې دي او او د رژیم ځواکونو له تيرې اونۍ راهیسې د دې سیمو د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي، چې په دې سیمه کې د اوربند له شوي تړونه سرغړونه بلل شوې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، آنتونیو ګوتریش، د تیرې جمعې په ورځ په دې سیمه کې د پوځي عملیاتو د سمدستي درېدلو غوښتنه کړې. ګوتریش دا غوښتنه د سوریې د دولتي ځواکونو او مخالفو وسله والو په برید کې د ۹ کسانو تر وژل کېدو وروسته وکړه.

امریکا هم د سوریې حکومت او روسیې ته د اوربند د شوي تړون د نقض له امله خبرداری ورکړی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې، نیکي هیلي، د جمعې په ورځ (۲۲ جون) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سوریې د حکومت بریدونه ”په څرګند ډول د اوربند له شوي تړونه سرغړونه“ ده. نوموړې زیاته کړه، ”په سوریه کې د راتلونکو سرراپورته کوونکو کړکېچونو پړه به د روسیې پر غاړه وي.“

د سوریې دولتي ځواکونه له اردن سره د پوله لرونکو سیمو او د جولان د لوړو سیمو، چې له اسراییلو سره پوله لري او ځینې سیمې یې هم لاندې کړې دي، د بېرته نیولو غوښتونکي دي.

د سوریې جنوب غرب د امریکا د متحدو اسراییلو لپاره سټراټیژیک اهمیت لري او له تېرو کلونو راهیسې یې هڅه کړې چې د سوریې دولتي ځواکونه او ایران پلوه ملېشې له دې سیمو لیرې وساتي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close