روسیه د ترکانو په سترګو کې او که مرمۍ د روسانو په خیټه کې؟!

ډاکټر آصف

”سوریه له یاده مه باسئ، حلب له یاده مه باسئ، هر څوک چې د سوریې په مظالمو کې لاس لري عکس العمل به ګوري او د کړي ظلم پوښتنه به ورڅخه وشي، تر څو چې زمونږ وروڼه له مظالمو په امن کې نشي هیڅوک به په امن کې ژوند ونشي کړای. الله اکبر. “

 دا ټولې بشري نړۍ ته د مولود مرت تنتاش له خولې نه هغه پیغام و چې د معاصرو سترو ظالمانو د سفیر انتري کارلوف په شا کې یې خپله تمانچه تشه کړه، او په یخ شوي زړه یې خپل روح پروردګار ته وسپاره.

 مولود یواځې خپل زړه یخ نکړ، بلکه د ملیونونو هغو مسلمانانو چې د سوریې پر مظالمو په همدې شپو ورځو کې ځوریدل یخ کړل، او د حلب څخه د وتونکو مهاجرینو چې لا هم په دښتو او میرو کې په کړس ژمي کې په سپین میدان شپې ورځې تیروي زړونه لا یخ کړل، او د هغو ټپیانو چې پر یخو ځمکو پرته له فرش، بسترې او کمپلو په بیدیاو کې پراته دي، هډوکی یی مات دي نه پخپله حرکت کوی شي او نه ورسره څوک خپلوان ژوندی پاتي دي چې له خاورو یې راپورته کړي، د حال په  ژبه وایي چې که اوس ومرو نو مړه نه یو.

 هو!

د رښتینې مسلماني مور نه زیږیدلي د ژوندي ضمیر لرونکی مولود یې زړونه ور یخ کړل.

د روسیې سفیر د(روسیه د ترکانو په سترګو کې) په نوم غونډې ته وینا کوله چې مولود د تفنګچو په ګولیو د دې غونډې نوم د”روسیه د ترکانو په سترګو کې“ څخه” مرمۍ د روسانو په خیټه کې “ ته واړوله، او په دې غازیانه عمل سره یې د خپلو پخوانیو غازیانو یاد تازه کړ.

مولود مرت تنتاش د یوه رښتیني مسلمان او مجاهد په حیث د تیښتې هڅه هم ونکړه او نه یې هم د ډارنو انسانانو په شان امنیتي ارګانونو ته د ځان تسلیمولو هڅه وکړه دا د دې لپاره چې نړیوال پوه کړي چې ولې یی روسی سفیر وواژه.

د سوریې د مظالمو له امله نړۍ د ټولو مسلمانانو په مړاوو شویو زړونو کې مولود مرت تنتاش تازګي خپره کړه، او د اسلام ټولو بچیانو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته یې مورال ورکړ چې څنګه کولای شي په ډیرې آسانۍ سره د استشهادي برید په نتیجه کې د معاصر فرعونیت یو ښکر مات کړي.

مولود مرت تنتاش د ګردې اسلامي نړۍ بچیانو ته یوه نوې دروازه پرانستله چې له دغې لارې کولای شي د خپلو ظلمونو پوښتنه ښه په نره وکړي.

د مولود مرت تنتاش دغې غزا د نړۍ د مظلومانو قاتلینو ته په زغرده پیغام ورکړ چې د نړۍ په یوه ځای کې به هم له دغسې ځوانانو خوندې پاتې نشئ.

د مولود مرت تنتاش دغه عمل د داسې وژنو یوه پیلامه او افتتاح وه چې ډیر زر به نور مسلمان ځوانان هم د مولود مرت تنتاش د لارې لارویان شي او د سوریې د مظلومو ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو د چیغو لپاره به ټکور شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close