روسیه: د روحي ناروغانو پر یوه روغتیایي مرکز اور لګېدنې لږ تر لږه ۲۱تنه وژلي

کابل ټکی کام ۲۲لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
راپورونه وایي چې د روسیې د روحي ناروغانو پر یوه روغتیايي مرکز باندې اور لګېدلی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۱تنه وژل شوي دي.
دغه پېښه پرون د روسیې د ورونژ نومې سیمه کې را منځته شوې ده، ویل کیږي چی ۲تنه نور پکې ورک شوي دي.
په یاده پېښه کې ۲۲تنه ژوبل شوي دي چې ډاکټرانو یې حالت نازک بللی دی.
راپورونه وایي چې د اور لګېدو په وخت کې په یاد روغتیايي مرکز کې ۱۴۰تنه وو.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت د یادې اور لګېدنې لامل د برېښنا شارټي ښايي.
د پېښې د څېړلو لپاره یو پلاوی هم ګمارل شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close