روسیه: له طالبانو مو هیڅکله د داعش په ځپلو کې مرسته نه ده غوښتې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۳۱)

روسیه وایي، په افغانستان کې د ښکیلو اړخونو هیڅ حمایت نه کوي او په دې هیواد کې یې د طالبانو په ګډون هیڅ وسلوالې ډلې څخه د داعش د ځپلو به موخه، مرسته نه ده غوښتې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د “ایویکا داسیک“ په نامه کنفرانس کې د خبرو پرمهال وویل، زه حتیٰ په فرضي توګه دا فکر نه کوم چې روسیه به په افغانستان کې د داعش د ماتولو په پلمه له طالبانو مرسته وغواړي.

نوموړی زیاته کړه، “ موږ د داعش د ماتولو په خاطر له هرې ممکنه رسمي لارې کار اخلو، له سوریې او عراق دولتونو سره مو مرسته په همدې موخه ده، خو له طالبانو مو په دې برخه کې هیڅ مرسته نه ده غوښتې.“

لاروف ویلي، د امریکا او طالبانو په ګډون یې له ۱۲ هیوادونو غوښتي څو په روسیه کې د افغان سولې په تړاو کیدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

تر دې وړاندې امریکا او افغان دولت به وار وار تور لګولی چط روسیه له طالبانو څخه د داعش د ځپلو په موخه استفاده کوي، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي او داعش ډله یې د امریکا +افغان دولت ګډه مخترعه استخباراتي ډله بللې چې په وینا یې دوی به یې په ټول توان له منځه وړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close