روسیه: ناټو په افغانستان کې د نورو ماموریتونو تر څنګ د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې هم ناکامه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۸) احمدالله مهاجر

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د دایمي استازي مرستیال ولادیمیر سفرانکوف وايي، چې ناټو په افغانستان کې د نورو ماموریتونو تر څنګ د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې هم ناکامه شوې ده.

سفرانکوف وویل:

«ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې خپله موخه د افغان ځواکونو روزنه او تجهیز ښودلی وو، مګر لا تراوسه پورې دغې موخې ته نه ده رسېدلې.»

سفرانکوف د وینا پر مهال وویل، د افغان ځواکونو روزنې او تجهیز ته چې څومره ضرورت وو، مګر دغه ماموریت دغه ضرورت نه دی رفع کړی.

سفرانکوف د ناټو ماموریت تش په نوم وباله او په دلیل کې یې وویل، ځکه چې «ترهګر» ورځ تر بلې پیاوړي کیږي او ډېری سیمې یې خپلې کړي دي.

نوموړي د ناټو پر هېوادونو نیوکه وکړه، چې ناټو دې ته هېڅ التفات ور نه کړ، چې په افغانستان کې نا امني په سیمه ییزو هېوادونو کې نا امني جوړوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close