روسیې ته د روزنې لپاره ۱۸ پولیس افسران ولیږل شول

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱۵) زرغون خوږیاڼی

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د پولیسو ۱۸ افسران یې د نظامي روزنې اومسلکي زده کړو لپاره روسیې ته ولیږل.

د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو رئيس عبدالرحیمزي ویل، چې په لیږل شویو اتلس پولیس افسرانو کې سرحدي پولیس او د نشه یې توکو سره د مبارزې پولیس شامل دي، چې په روسیه کې به د روزنې پر مهال سرحدي چارې او همدارنګه د نشه یي توکو سره د مبارزې اړوند مهارتونه زده کړي.

عبدالرحیمزي زیاته کړه، چې دا افسران د روسیې دولت او د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو ادارې په ملاتړ روسیې ته د مسلکي روزنې لپاره لیږل شوي دي.

د عبدالرحیمزي په وینا په روان کال کې به یو زیات شمیر پولیس ساتمننان او افسران بهرنیو هیوادونو ته د مسلکي زده کړو لپاره ولیږي او دا کار به جریان ولري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close