روسیې په ملګرو ملتونو کې د افغان حکومت پر ضد رایه ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۷)

د تیرې پنجشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان پر امنیت، اقتصاد، نشه یې توکو، فساد او ګڼو نورو مسایلو بحث وشو چې ټولو ګډونوالو هیوادونو د افغانستان پر روان بهراني وضعیت اندیښنه څرګنده کړه.

تر دې وروسته له افغان حکومت سره د ملاتړ په موخه د رای اچونې لړۍ پیل شوه چې ۱۲۴ هیوادو له افغان حکومت څخه د ملاتړ په موخه مثبتې رایې وکارولې خو روسیې، لیبیا او زمبابوې بیا د رد یا ممتنع رایه وکاروله.
شنونکي وایي،روسیه چې د امنیت شورا دائمي غړیتوب او په ملګرو ملتونو کې پیاوړی دریځ لري دا پریکړه یې د ملي یووالی د حکومت لپاره بد زیری بلل کیږي.
په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ځينې هېوادونه په افغانستان کې پر لاسوهنه تورن کړي، چې په وینا یې د بهرنیانو د لاسوهنې له کبله د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

روسیه شک لري چې په افغانستان کې جنګیدونکې داعش ډله د امریکا په وساطت له سوریې او عراق څخه افغانستان ته لیږدول شوې او په دې هیواد کې د افغان حکومت په ملاتړ خپل تخریبي فعالیتونه مخته وړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close