روغتیا وزارت:لسګونه خصوصي روغتونونه غیر قانوني فعالیت لري، خو دمخنیوي لپاره یې نوي پلانونه لرو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۲ فرید افغان)

د روغتیا وزیر داکتر فیروز الدین فیروز نن په یوه خبري ناسته کې وویل، د هیواد په کچه اوس هم لسګونه روغتونونه شته چې د زورواکو په توسط په غیر قانوني توګه خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
نوموړي وویل؛ د یادو روغتونونو مالکینو ته مو څو ځله خبرداری ورکړی، په ځلونو مو درملتونونه او نورې تشخیص خونې هم ورتړلې خو په وینا یې چې لاهم د کابل ښار په ګډون په ګڼو ولایاتو کې د زوروکانو په مټ خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
نوموړي ګواښ وکړ چې د رسنیو له لارې به د یادو زورواکانو نومونه افشا او امنیتي ارګانونو ته به یې ور وپیژني.
فیروز وویل؛ اوسمهال د هیواد په کچه ۱۰ زره روغتیایي مراکز له معیارونو پرته منل شوي او فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړه، موږ لا هم د مجربو فارمیسستانو(درمل پوهانو) له نشتون او د درملو لپاره د ځانګړو خونو له کمبود سره مخ یو.
د روغتیا وزیر وایی؛ په هیواد کې ۱۴ زره درملتونونه فعال دي چې له ډلې یې یواځې ۴۰۰۰ په معیارونو برابر دي.

نوموړی وایي، په پام کې لري چې د هیواد په کچه ۱۶ لوی درملتونونه چې هر یو به د ۱۰۰۰ دواخانو د پوښښ او هغوی ته د دوا د ویش وړتیا ولري، فعالوي.

د ده په خبره؛ له دې درکه به د ښو فارمیسستانو شتون، مناسب چاپیریال، د درمل جوړلو لپاره یخچالونه، د درملو د نرخونو تشخیص، د پیوازانو د خونو شتون او ګڼ نور سهولتونه چې په پام کې نیول شوي رامنځته شي.

د روغتیا وزارت ژمنه وکړه چې د شخصي کلینکونو او روغتونونو د کاري فعالیت د څار په موخه یوه خپلواکه اداره هم رامنځته کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close