روغتیا وزارت: افغانستان کې نږدې اووه زره کسان په ايډز ناروغۍ اخته دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۱)

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، ايډز سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د ګډ پروګرام د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې دا مهال نږدې اووه زره کسان په ايچ آی وي يا ايډز ناروغۍ اخته دي چې له جملې يې په یاد وزارت کې (دوه زره اووه سوه) ناروغان تشخيص او ثبت شوي دي.

د دغه وزارت د زيړي او جنسي ناروغيو د کنترول څانګې مشر نقيب الله همدرد وايي، تير کال په ايډز د اخته ناروغانو شمير (اووه زره پنځه سوه) تنه و خو د عامې روغتيا وزارت د یولړ اقداماتو په لړ کې دغه ناروغي يو څه کنترول شوې ده.

د همدرد په وينا، تير ۲۰۱۷م ميلادي کال کې په شاوخوا ۲۳۲ کسان ثبت شوي و او سږ کال په ايډز ناروغۍ د اخته کسانو ۲۰۰ ته راټيټ شوی زياتوي ” چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کې تخمین کړی وو چې ۷۵۰۰ پیښې وجود لري او اوس تخمین کوي چې ۶۹۰۰ پيښې دي چي ۲۷۰۰ تنه پکې ثبت شوي دي”.

نوموړی وايي، هغه کسان چې ثبت کېږي د روغتيا وزارت له خوا يې تداوي شروع کېږي چې له یادې تداوۍ سره د ناروغ په ژوند کې مثبت بدلون راځي او نورو ته د دغه ناروغۍ د انتقال مخه هم نيول کېږي.

د روغتياپالو په وينا، ايډز د ستنو، نشه يي موادو د آلو د استعمال او د ناوړه جنسي اړيکو له لارې انتقاليدلی شي.

په افغانستان کې شاوخوا يوه نيمه لسيزه مخکې دغه ناروغي چا نه پيژنده، په يادې ناروغۍ د اخته کسانو شمير هم په نشت حساب و خو هېواد ته د بهرنيانو په راتګ، د نشو په زيات استعمال سره د دغه ډول ناروغانو په شمير کې هم زياتوالی راغلی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close