روغتیا وزارت د شیرخان فرنود د مړينې د لامل څېړنه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۴)

شیرخان فرنود د کابل بانک قضيه کې تورن شو چې له کبله يې د دغه بانک څخه نهه سوه ميليونه ډالره ورک شوي و.

فرنود په دوه زره ديارلسم کال کې د لوېې څارانوالۍ له لخوا په ۵ کاله بند او د ۳۳۴ میلیونه ډالرو په جريمه کولو محکوم شو، خوپه دوه زره څوارلسم کال کې يوځل بيا د کابل بانک دوسيه وڅېړل شوه او د اشرف غني په امر په لس کاله بند محکوم شو.

د اګست په څوارلسمه د دفاع وزارت وياند غفور جاويد تاييد کړه چې د کابل بانک بنسټګر او ونډه وال شيرخان فرنود د زړه د حملې له امله په بګرام زندان کې ساه ورکړې ده.

خو فرنود ته نږدې کسان وايي، چې د هغه مړينه ورته شکمنه ده ځکه چې د بګرام زندان مسوولينو په دې اړه بېلابېلې څرګندونې کړي دي.

تازه د افغانستان د عامې روغتيا وزارت مطبوعاتي سلاکار وحید مجروح ويلي، چې د نوموړي د مړينې د څېړنې په اړه يې يوځانګړی ټيم تيار کړی او څېړنې يې پيل کړي زياتوي چې په راتلونکې يوې اوونۍ کې به د فرنود د مړينې اصلي قضيه روښانه شي.

دا لومړی ځل نه دی چې په بګرام زندان کې بندي خپل ژوند له لاسه ورکوي بلکې تر دې مخکې هم ډيری زندانيانو د شکنجو، سياسي توطيو، ناروغانو ته د نه رسيدګۍ او بېلابېلو مشکلاتو له کبله لسګونه زندانيانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close