روغتیا وزارت له اترا ادارې سره د“ انلاین درملنې“ تړون لاسلیک کړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۷)

د روغتیا وزارت او د اترا انترنټي ادارې ترمنځ یو تړون لاسلیک کړی، چې په مټ به د دو ولایتونو روغتیایي مرکزونه د کابل له جمهوریت روغتون سره په آنلاین بڼه وصل کیږي.
روغتیا وزارت وایي، په لومړي ګام کې یې په ازمویښتي بڼه د سمنګانو او پکتیکا ولایت دوه روغتونونه د جمهوریت شفاخانې سره وصل کړي چې په مټ به یې د دواړو ولایتونو صحي کارمندان د ستونزې پرمهال په سملاسي توګه له مرکز څخه مرسته غواړي.

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي، د اړیکو دا سیستم یې په آزمویښتي توګه فعال کړی، اوکه یې نتیجه ورکړه د ولایتونو او ولسوالیو ټولې شفاخانې به له مرکزکابل سره او د کابل ځینې شفاخانې به له بهر سره وصل شي.

فیروز وایي، افغانان هرکال د درملنې په موخه ۳ میلیون ډالر له هیواده بهر د درملنې په موخه لګوي، چې د دې پرمختګ په توسط به د افغانانو ستونزې په کور دننه حل شي.

په ورته وخت کې د اترا ادارې رئیس محمد نجیب صدیقي وایي، که د شفاخانو د نښلونکو اړیکو نتیجه ورکړه، په راتلونکو دو کلونو کې به په ۱۵ ولایتونو کې ۱۵ دولتي شفاخانې له مرکز سره وصل شي.
صدیقي وایي، د دې پروژې ابتدایي لګښت ۳ میلیون ډالره اټکل شوی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close