رولاغني هم غلا پیل کړه!/ بریالی سعود

افغانستان د نړۍ ډېر عجیب او غریب هېواد دی. په حکومت کې ولسمشر، مېرمن یې، وزیران یې، والیان، وکیلان او سناتوران یې او په ټوله کې د حکومت ټول غټ او واړه مامورین ښه پاخه غله دي. په حکومت کې که د چا لس روپۍ وسه هم وشي؛ نو غلا کوي او لوړ پوړي چارواکي خو بیا میلیونونه ډالر په بډه وهي. دلته میلیونونه څه، چې میلیاردونه ډالر هم تري تم شول او تراوسه یې څرک لا معلوم نه شو.  یوازې د امریکا ۸۴ میلیارده ډالر څه شول؟ د نړیوالو هېوادونو مرستې خو تراوسه حساب شوي نه دي، چې دې کې به څومره پیسې وهل شوي وي او پر څومره پیسو به د رښتیا کار شوی وي.؟

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د څار ادارې«سیگار» په یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن د افغان ښځو د «پروموټ» په نامه پروژه کې ۲۸۰ میلیونه ډالر په بډه وهلي او یوازې یې ۵۵ ښځې روزولي دي. یعنې د یوې ښځې پر روزنه ۵.۶ میلیونه ډالر لگښت شوی؛ خو په دومره پیسو د نړۍ په هر معتبر پوهنتون کې له لېسانس واخله؛ آن تر دوکتورا پورې هم زده کړې کېږي او کېدای شي یوازې ۶۰۰سوه زره ډالر مصرف او نورې پیسې ورته پاتې شي. خو په افغانستان کې د نړۍ د دویم مفکر مېرمن دغه پیسې یوازې د ۵۵ ښځو په روزنه لگوي او څوک ترې حساب ـ کتاب هم نه شي غوښتی؛ ځکه د ولسمشر مېرمنه ده او د امریکا په زور په کابل کې کېنول شوې ده.

د سیگار د راپور له مخې، له ۲۰۱۴ز کال نه تراوسه پورې د ۵۷زره ښځو د روزلو هوکړه شوې وه، خو په تېرو څلورو کلونو کې یوازې ۵۵ ښځې روزل شوي او په دغه چاره ۲۸۰ میلیونه ډالر لگښت شوی. د دې روزنې په اړه تراوسه کره معلومات نه‌شته، چې رولا غني ښځې څنگه او په څه خاطر یې روزي او په راتلونکې کې له دغو روزل شویو ښځو کوم ځای کې کار اخلي، خو په دغه چاره کې د پراخ اداري فساد څخه پرده پورته شوې ده.

له دې وړاندې پژواک خبري اژانس د تدارکاتو په قانون کې د اشرف غني، مېرمن یې رولاغني او د وروڼو، وریرونو او نورو لبناني شرکتونو په اړه کره معلومات خپاره کړي وو، چې په ارگ کې څنگه ځینې لویې پروژې اشرف غني خپلو اوښیانو ته ورکوي او په هره پروژه کې څومره ډېر فساد کېږي، چې ځینې یې حکومت ته د تسلیمېدو وړاندې له منځه تللي هم وې؛ خو حکومت او ارگ تراوسه په دې موضوع چوپه خوله دي؛ ځکه فساد دوی خپلوانو کړی او په افغانستان کې خو هسې هم مېلمنو ته په درنه سترگه کتل کېږي.

کله چې اشرف غني واک ته ورسېده؛ نو رولاغني هم په ارگ کې راښکاره شوه. په ارگ کې یې د افغان ښځو په اړه ځانگړی دفتر پرانیست او وخت ناوخت د افغان ښځو په اړه مرکې او تبصرې هم کوي. رولا یوازې د افغان ښځو په اړه تبصرې نه کوي، بلکې دوه کاله وړاندې یې د فرانسې حکومت ستایلی و، چې په فرانسه کې پر مسلمانو ښځو د حجاب مخنیوی وکړي او دې چارې ته اجازه ورنه کړي.

د سیگار د نوي راپور څخه معلومېږي، چې په اوسني او مخکېني حکومت کې هېڅ پاک انسان نه وو او دوی ټول له مخې غله وو او افغانستان ته یوازې د پیسو گټلو لپاره راغلي وو او د جېبونو د ډکولو وروسته بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شول. د گډ حکومت د واکمنۍ یوازې یو کال پاتې دی. اللهﷻ  پوهېږي چې دوی به نورې څومره پیسې په بېلابېلو نومونو وهلي وي او په خپلو هېوادونو کې به یې څومره پانگونې کړي وي؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close