روم کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له کنفرانس ور کولو وروسته سخت وډبول شو

کابل ټکی کام ۱۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ایټالیا ته په دې موخه سفر وکړ تر څو هلته د داعش ډلې په خلاف یو وړوکی، متحد او ځواکمن ګروپ جوړ کړي، خو د ده دغه سفر د یوې سترګې په تورېدو پای ته ورسېدو.
خبري رسنیو د جان کیري د ډبول کېدو کیسه دا ډول بیانوي چې:
«له کنفرانس ور کولو وروسته دامریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر جنټوني په ډېره خوښۍ سره لاندې صالون ته راښکته شول، یوه ښځينه ژورنالسته چې په لومړي قطار کې ناسته وه، او د بېنر په پورته کولو سره یې چیغه کړه چې «همدا ته او ستاسو حکومت دی چې داعش مو جوړ کړو، او اوس یې په خلاف اتحاد جوړوی»او سم د واره د دې او د نورو خلکو له لورې پر مخ وډبول شو.»
جان کري چې د ده په نظر د امریکا د کامیابې ډیموکراسۍ په اړه مالومات ور کول، د ځینو خبریالانو او څارونکو له لورې دی او امریکا د داعش ډلې پر حمایت تورن کړی شول، او کيري سخت وډبول شو.
نوموړي د سفر په دوران کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر جنټوني چې د اروپايي اتحادیې د ۲۳ ملکونو نماینده دی؛ وکتل.
د یادولو ده چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین هم ۴۰ اروپايي او امریکایي ملکونه د داعش ډلې سره په لاس لرلو او مرسته کولو تورن کړي، او همدا شان د نړۍ اکثره کار پوهان او ژورنالستان په دې اند دي چې داعش ډله د ايف بي آی او د اسرائیلو له لورې حمایه کیږي چې د مسلمانانو سره یې د جګړې لپاره ګماري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close