روژه د برکتونو میاشت مولوي رحمت الله کابل ټکی کام

لوی رب العزت دخپلو بنده ګانو لپاره ورځې،اونۍ،میاشتې اوکلونه ټول ددې لپاره پیداکړي او تابع کړي چې دوی پکې خپل خدای ته خپل عبادات په پوره صداقت او ایماندارۍ سره وکړي الله تعالی فرمائي:ماځمکه او اسمان مسخر کړیدي دانسان لپاره انسان باید فکر وکړي پدې باندې چې دا هر څه یي زما لپاره پیداکړیدي. دروژې اصلي فلسفه هم دانسان او هغه چې ایمان ئي راوړی دی داده چې په ژوند کې ورته د نورو افسانو  چې وس یي نه وي یو راز دی پدې راز باندې هلته پوهېدی شي کله چې یو انسان خپله روژه ونیسي او هغه حالت چي نور بې…..ورسره مخ شي روژه چي داسلام دریم رکن دی داسلامي اساساتو دپوره کولو سره سره په روغتیائي لحاظ هم باید په کال کې یو ځل داضمې جهاز پرېمنځل شي اودبدن دروغتیا په اړه لازم عمل وکړي،په بل لحاظ چي په اسلام کېترټولو مهمه ده دنفس تزکیه ده دنفس تزکیه په ریښتیني توګه یومسلمان کې دروژې په نیولو سره راتلای شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي:روژه درحمتونو،برکتونو،مغفرتونو اوسعادت میاشت ده. ۱-په روژه کې دجنت دروازې خلاصې او د دوزخ تړلی وي اوهم ددې لپاره چي دالله بنده ګان په ریښتیني توګه خپل عبادات وکړي شیطان تړلی وي اودمسلمانانو زړونه دهر ډول شیطاني وسوسو څخه پاک وي هر کله چې دیو انسان په زړه کې شیطاني وسوسې نه وي په پوره اخلاص سره دخپل الله بنده ګي په هر ډول عبادت سره کولای شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي:تاسې چې روژه ماتوی په کجوره او که کجوره نه وي نو په اوبو ئې ماته کړئ اوبه پدې غوره دي چي پالوونکی دی بل ځای دروژې په سوچه والي فرمائي په روژه کې چې څوک دروغ ووائي اوغیبت وکړي داسې ده لکه روژه ئې چې نه وي نیولي. ۲-یوصحابي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته عرض وکړ زړه چې غواړي چې واده وکړم خو  وس اوتوان مې نشته ورته ئې وفرمایل:روژه ونیسه ددې نه داثابته شوه چي روژه دیوې خو دنفسي خواهشاتو کتټرول اودنفس تزکیه لوی اودبلې خوا دټولنې دهرې طبقې دژوند څخه خبرېدای شي. دروژې دمبارکې میاشتې فصل اوباب دومره دبرکتونو ډک دی چې هره ویناپکې داج راوثوابه خالي نده الله تعالی فرمائي: دنورشوو عباداتو ثوابونه ملایکې ورکوي خو دروژې ثواب زه خپله ورکوم. ددې نه داڅرګنده شوه چي روژه دپټې خولې پټ عبادت دی او الله تعای ته پټ عبادت تر نورو عباداتو بهتردی.دروژه نیونکي په عبادت کې دومره راز دی چې په جنت کې دنورو دروازو نه یوه دروازه دباب الریان په نامه یادیږي پدې دروازه باندې روژه دار جنت ته داخلیږي په باب الریان دروژه لرونکي دجنت ته داخلېدو داثبوت دی چې الله تعالی ته دروژې په صداقت سره نیول یو قبول شوی عبادت دی. دعبدالله بن عمر څخه روایت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي:روژه او دقرانکریم تلاوت به د قیامت په ورځ دشفاعت وړ ګرځي روژه به وائي په سختو ورځو شپو کې دې انسان روژه نیولې دخپل نفس تزکیه ئې کړېده اودقرانکریم تلاوت به وائي ده انسان په خپل ځان خوب او آرام بند کړی تلاوت ئي کړی ؤ. ددې ټولو ثبوتونو څرګنده اولوی رب العزت ته قبول عبادت روژه ده خو ددې روژې په نیولو ئې باید روژه نیونکی دروژې ټول اصو ل چې دانسان هرغړی هم باید روژه وي په نظر کې ونیسي.روژه په کال کې یو ځل راځي اوباید دنورو عباداتو ترڅنګ د الله بنده ګان په پوره اخلاص سره دروژې په نیولو دخپلې بنده ګۍ ثبوت ورکړي. مرګی سخت دی څوک ئې نه مني په ژوند کې   شي نېکبخته چې روژه په خوله وي مړ شي –

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close