روژه د رحمتونو او فضیلتونو میاشت

کابل ټکی کام   مولوي رحمت الله رمضان المبارک یا روژه چې په کال کې یې  یوځلې د یوولسو میاشتو روروسته پوره میاشت هر مسلمان بنده نیسي د نورو عباداتو ترڅنګ رب العزت ته یو قبول عبادت دی، ددې میاشتو په رابرسېره کېدو سره په اسلامي امت کې یوه خوښي پدې راپیداکیږي چې د تېرو یوولسو میاشتو د کړو ګناهونو د بښنې موقع په لاس ورشي د دې بښنې یو اصلي شرط دادی چې روژه لرونکی به یوازې دا نه چې په خوله روژه وي خوراک څښاک به نه کوي، بلکه د روژې د نیولو په ټولو حکمونو به عمل کوي ریښتینی روژه دار هغه انسان وي چې خپل سوچ او فکر  یې هم روژه وي سترګې، لاسونه، غوږونه او د بدن نور غړي یې د هر ډو ل ګناهونو څخه روژه وي په زړه کې په پوره اخلاص سره د خپل رب العزت بندګي وکړي او د خپلو عباداتوپه دوام سره د الله او د الله د رسول صلی الله علیه وسلم تابعداري په ریښتینې توګه وکړي. د روژې په مبارکه میاشت کې د لوی رب العزت بندګي باید دالله تعالی د ارشاداتو په رڼا کي وکړل شي چې فرمائي: تاسې متقیان شئ داسې عبادت وکړئ چې په دنیا او عقبی کې مو  په راحت،عزت او سکون سره زنده ګي تېره شي. بل ځای فرمائي: روژه پرتاسې فرض  کړل شوېده لکه څرنګه چې له تاسو څخه د مخه په  نورو امتونو فرض کړل شوې وه، تر څو تاسو  له ګناهونو څخه وژغورول شئ. حضور اکرم صلی الله علیه وسلم دروژې په مبارکه میاشت کې دعباداتو په زیاتوالي تأکید کړیدی. د روژې په نیولو سره په انسان کې هغه بدلونونه راځي چې په تېرو یوولسو میاشتو نشي حس کولای مثلاً یومالدار  او د کورنیو اړتیاوو  پوره انسان د نورو لاس اړو انسانانو  د حال او بې وسۍ څخه خبر نه وي چې د دوی اولادونه به د وخت داړتیاوو سره سم خواړه ولري که نه خو په روژه کی دلوږې اوتندې په لرلو سره شتمنو خلکو سره دا احساس راپیداکیږي چې غریب او بې وسه کسانو  باندې هم لوږې او تندې تیریږي ځکه خو په دې مبارکه میاشت کې شتمن د اړمنو کسانو سره مرستې کوي. روژه چې د رحمت او فضیلت میاشت ده حضور اکرم صلی الله علیه وسلم به مسلمانانو ته فرمایل:تاسې زما او زما د خلفاء راشدینو سنت پر ځان لازم وګرځوئ. د روژې دفضایلو  په اړه حضرت ابوبکر صدیق رض، حضرت عمر رض، حضرت عثمان رض، حضرت علي رض، صحابه کرامو، تابعینو، مجتهدینو، امامانو، مشایخو، اولیاء کرامو او دیني علماوو ټولو پدې اتفاق کړیدی چې روژه د نورو میاشتو څخه د عبادت او لوی رب العزت ته د بندګۍ او نږدېوالي غوره میاشت ده. په عربي ادب کې \\\\\\\\\\\\\\\”ترویحه\\\\\\\\\\\\\\\” هغې دمې ته وایي چې لږ وخت ناسته پکې وکړای شي، دا چې د تراویحو د څلورو رکعتونو وروسته لږ څه ناسته کیږي نو په عربي ادب کې ورته تراویح ویل کیږي. تراویح باید د فرضو په څېر په یوه شکل یعنې په پوره اخلاص او فرصت سره اداء شي د لمانځه په اداء کولو کې د فرضو، سنتو، نوافلو یو حکم شویدی. اکثر علماء په روژه ماتي کې د حلال رزق یادونه کوي خو د مسلمان لپاره  هر وخت د حلال رزق د لاسته راوړلو امر شویدی ځکه د حرام رزق به خوراک  د انسان عبادت د قبولولو نه وي، ټول کال باید یو مسلمان دوام رزق څخه ځان وژغوري. د روژې په صداقت سره نیولو په اسلامي روایاتو کې زیات ټینګار شویدی نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې دروغ نه پریږدي د هغه روژې نیولو ته ضرورت نشته. د روژې په مبارکه میاشت کې نفل په فرضو او یو لمونځ په اویا لمونځونو حسابیږي، چې دا مبارکه میاشت د مسلمانانو  لپاره د نیکمرغي او خوښۍ میاشت ده. روژه د اسلام څخه د مخه هم وه کلدانیانو به هم روژې نیولې او هم برهمنیان روژې نیسي خو د روژې د نیولو وختونه او ورځې یې په یو ډول او یو شمېر نه وي. که انسان خپل ژوند ته فکر وکړي لکه څرنګه چې الله تعالی د خپل حقیقي بندګۍ د پاره پیداکړی د ژوند د نورو اړتیاوو د پوره کولو له امله لازم عبادت نشي کولای د یوه مسلمان دپاره د حلال رزق د لاسته راوړلو په غرض د ژوند ورځني کارونه هم ضروري دي خو پکار ده چې د ژوند زیاته برخه د خپل خدای جل جلاله  عبادت ته وقف کړي، ځکه دا دنیا د څو لحظو او د عقبی د سفر لپاره ځان برابرول په  هر مسلمان فرض دي چې خپل ابدي ژوند په نېکو اعمالو او عباداتو ښکلی کړي.                         د عطار دکان ورتلو ته حاجت نشته                         روژتي شه چې دې خوله مښک او عنبر شي – See

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close