روڼتيا سازمان: افغانستان کې له هرو ۸ ډالرو یې يو د مفسيدينو جيب ته ځي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳) الماس خدرخیل

په افغانستان کې د روڼتيا نړيوال سازمان وايي، چې په دغه هېواد کې د هرو ۸ ډالرو نه يو يې د مفسدينو جيب ته لوېږي.

يادې ادارې په يوه تازه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ۱۶ ادارې کار کوي، خو بيا هم اداري فساد يوه ستره ننګونه ده.

د دغې سازمان مشر شریراک پليپات تېره ورځ په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې دوی د افغانستان ګډ حکومت ته پنځوس سپارښتنې سپارلې، چې باید عملي يې کړي او په نه عملي کېدو سره ښايي د فساد ګراف لا لوړ شي.

نوموړی زياتوي، چې له افغانستان سره مرسته کېدونکې پيسې لا هم د مفسدينو جيب ته ورځي او په دې اړه بايد جدي مبارزه وشي.

د دغه سازمان يو شمير مسؤلين وايي، چې اداري فساد په افغانستان کې د جګړې ميدان تود ساتلی او دغه هېواد سره په نړيوالو مرستو يې تاثير غوزولی دی.

د شنونکو په وينا، افغانستان کې فساد ځکه ډېر شوی چې حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې اراده نه لري او د ګډ حکومت يو شمير لوړپوړي چارواکي په اداري فساد ککړ دي.

د يادونې وړ ده، چې د روڼتیا نړيوال سازمان په خپل کلني راپور کې ويلي و، چې افغانستان کې د شفافيت کچه د تېر کال په پرتله نوره هم خرابه شوې، تېر کال افغانستان په دې نوملړ کې څلورم و او سږ کال درېيم نمبر راغلی.

بايد وویل شي، چې د روڼتيا سازمان د نړۍ په ۱۰۰ هېوادونو کې څانګې لري او د اداري فساد سره مبارزه مخته وړي.

اوس مهال په هیواد کې د اصلاحات اداري په نوم د فساد لپاره نوی دروازه خلاصه شوې ده، چې د یادو ادارو ټول چارواکي په اداري فساد کې ککړ بلل شوي دي، د روڼتیا سازمان په خبره ددې ادارو په جوړیدو سره په هیواد کې د فساد ګراف نور هم لوړ شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close