روڼتيا څار ادارې نظرپوښتنه: په دولتي ادارو کې ۵۵ سلنه رشوت غوښتل کېږي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۰) الماس خدرخیل

په افغانستان کې د روڼتیا څار اداره وايي، تازه نظر پوښتنه ښيي چې د افغانستان خلک هر کال درې ميليار د ډالره دولتي ادارو ته په رشوت کې ورکوي.

د روڼتیا ادارې په خپل تازه دوه کلني راپور کې محکمې او څارنوالۍ تر ټولو فاسدې ادارې بللي دي او زیاته کړې يې ده، چې ددوی تر څنګ ارګ، د ولسمشر ۍ ماڼۍ، د اجرائیه رئیس دفتر او نور وزارتونه هم په لویه کچه په فساد کې ښکېل دي.

د يادې ادارې مشر اکرام افضلي وايي، چې دا نظر پوښتنه يې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې ترسره کړې، چې لږ تر لږه پکې ۸۰۰۰ کسانو برخه اخيستې ده.

د دغې نظر پوښتنې نږدې ۷۰ سلنه ګډونوالو، په هېواد کې محکمې، قاضيان، څارندوالان او يو شمير دولتي ادارې فاصدې بللي او ويلي يې دي، کله چې يې دغو ادارو ته اړتيا پېښه شوې نو ۵۵ سلنه مواردو کې ترې رشتوت غوښتل شوی دی.

د نوموړې ادارې مشر افضلي وویل چې شاوخوا اتیا سلنه افغانان په هیواد کې فساد ډیره جدي ستونزه بولي او وايي چې فساد مخ پر زیاتېدو دی، دوی وايي چې فساد په وروستیو دوه کلونو کې د ګډ حکومت په دوره کې زیات شوی دی.

اکرام افضلي دغه راپور دوه ورځې وړاندې د ۲۰۱۶ ميلادي کال نشر کړ او ويې ويل چې دا په افغانستان کې د دوی پنځمه سروې ده، چې په هرو دوه کلونو کې ترسره کېږي

په ياد راپور کې راغلي چې د حکومت نه د خلکو رضايت تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی، دوی زياتوي چې په ادارو کې فساد پر امنيتي او اقتصادي وضعيت منفي اغېز کړی.

د روڼتيا سازمان ويلي، چې د ګډ حکومت د فساد سره مبارزه ناکافي ده اوله حکومته يې غوښتي چې په ادارو کې له فاسدو چارواکو سره بايد په قطعي توګه چلند وکړي.

په ورته مهال د افغانستان د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي وايي چې اداري فساد ورته له پخواني حکومته په ميراث پاتی شوی.

د يادونې ده، چې درې ورځې مخکې د اسیا بنسټ (ایشیا فونډېشن) هم په خپل نوي راپور کې اعلان وکړ چې افغانستان کې د ۲۰۱۶ کال په لړ کې یوازې ۲۹،۳ سلنه خلکو ویلي چې هېواد یې پر سم لور مخته ځي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close