رویټرز: امریکا په یمن کې د سعودي نظامي ملګرتیا پریښوده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲)

د رویټرز خبري شبکې د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزارت له یمن څخه خپل ټول میشت هوایي او ځمکني ځواکونه د کانګرس تر سختو فشارونو وروسته ایستلي.

رویټرز د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، امریکا خپل زیاتره نظامي پرسونل چې د سعودي په ننګه یې په یمن کې جګړې مخته وړلې له دې هیواد څخه ایستلي او یواځې لږ شمیر پلان جوړونکي امریکایان یې پریښي څو د حملو طراحي په ښه توګه وکړي.

دا پرمختګ داسې مهال مخته راځي، چې اونۍ وړاندې سعودي د ملکیانو پر یو بس موټر بمبار وکړ او تر وړاندې یې د یوه واده مراسم نښه وګرځول، چې لسګونه ولسي خلک په کې ووژل شول، د راپورونو له مخې د سعودي الوتکو په وروستیو بمباریو کې له امریکایي بمونو کار اخیستل شوی.

د امریکا د سمندري ځواکونو د قوماندانۍ ویاندې “ ایان کانري“ رویټرز ته ویلي، یواځې ۵ تنه نظامي پرسونل مو پریښی څو په یمن کې زمونږ د پلان جوړونې په ګډ مرکز کې خپلې چارې مخته یوسي.

د پنټاګون ویاند “ادام استامپ“ وایي موږ له سعودیانو سره د هغوی د خاورې په خپلواکي کې جزئي مرسته کړې او تل مو د ملکي تلفاتو د مخنیوي ټینګار کړی.

سعودي ایتلاف د امریکایانو له وتلو بې خبري ښیي او ویاند یې احمد العسیري ویلي، که دا خبر واقعیت ولري ، دا  د یو تکتیکي شاتګ په معنا ده، امریکا به کله هم د سعودي له ملګرتیا څخه لاس په سر نه شي او نه به دا ډول کارونه د سعودي او امریکا اړیکې خړې کړي.

د سعودي ایتلاف له خوا چې امریکا یې ملاتړ کوي پر یمن دیرغلیزو  بریدونو څو کلونه پوره شول خو لا هم دا جګړې په پراخه کچه روانې دي چې زرګونو یمني ولسونو ته یې مرګ ژوبله اړولې او لسګونه زره یې بې کوره کړي.
دغه راز په یمن کې د حوثي یاغیانو چې ایران یې ملاتړ کوي په توغندویزو بریدونو کې،  سعودي ته لسګونه میلیارده ډالر زیان اوښتی دیدی

.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close