رویټرز: طالبانو او حکومتي استازو په عربستان کې سره کتلي؛ طالبان یې پروپاګند بولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۶)

رویټرز آژانس راپور خپور کړی چې د ملي یووالي حکومت استازو له طالب چارواکو سره په سعودي عربستان کې لیدلي او په یو لړ مهمو مسایلو یې خبرې کړې.
رویټرز وایي، حکومتي استازو له طالبانو غوښـتي څو د راتلونکو ټاکنو مخه ونه نیسي او طالبانو یې په غبرګون کې د ځینې بندیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې.

که څه هم حکومت د دې لیدنې په تړاو تر اوسـه چوپه خوله دی، خو طالبانو بیا یاد راپور رسنیز پروپاګند بللی او رد کړی یې دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي ؛

“درویټرز هغه راپور حقیقت نه لري چې وايي داسلامي امارت استازو په سعودي عربستان کې دکابل ادارې له استازو سره لیدنه کړې او دانتخاباتو او ځينو نورو مسائلو په اړه غږیدلي دي.“

مجاهد وایي دا راپور تش پروپاګند دی او په وینا یې چې “د اسلامي امارت استازو داسې لیده کاته له هیچا سره نه دي کړي “
دا راپور داسې مهال خپریږي چې په همهاله توګه یو شمیر دولت پلوي علماء پاکستان ته تللي څو د دغه هیواد له چارواکو او مذهبي مشرانو سره د سولې په برخه کې لیده کاته وکړي.

باید وویل شي چې طالبانو تل له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې او د ګډحکومت له بنسټګر(امریکا) سره یې په مذاکراتو ټینګار کړی دی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close