”#رژیم_ریاکار“: پامپیو ایران ته پیغور ورکړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې پر ایغور مسلمانانو د چین د ظلم په تړاو د ایراني چارواکو پر چوپتیا باندې نیوکه کړې او ایرانی حکومت یې ”ریاکار رژیم“ بللی دی.

مایک پامپیو نن جمعه، د سنبلې ۲۳مه، پر ټویټر د ایران د مشر آیت الله علي خامنه اي د رسمي پاڼې په ذکر کولو سره لیکلي: خامنه اي ځان د اسلامي نړۍ مشر بولي، خو رژیم یې د چین له لوري – چې د ایران د تېلو ستر پېرودونکی دی –  د ایغور مسلمانانو پر ځورول کېدو او او بندي کېدو له یوې مخې چپ دی.

ښاغلي پامپیو د خپل ټویټ په پای کې د #رژیم_ریاکار هشټېګ په فارسي لیکلی دی.

د نوموړي اشاره د نیویارک ټایمز هغه راپور ته ده چې په دې وروستیو کې پر ایغور مسلمانانو د چین د بدچلند په اړه خپور شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، د ایغور قوم زرګونه مسلمانان د یوه پټ پروګرام له مخې تر فشار لاندې په نظامي کېمپونو کې ژوند کوي، چې په دې توګه یې ماغزه ووینځل شي او له اسلامه واوړي.

له لسیزو راهیسې، چین په سینکیانګ ایالت کې، چې نیمايي اوسېدونکي یې مسلمانان دي، د اسلام د محدودولو هڅې کوي.

تر دې وړاندې، ملګرو ملتونو ویلي وو، دوی داسې موثق اطلاعات ترلاسه کړي چې ښيي نږدې یو میلیون ایغور مسلمان د چین د شینګ یانګ ایالت په پټو نظامي اډو کې په زوره ساتل کېږي. چینايي چارواکي دا مرکزونه د ”سیاسي تلقین نظامي اډې“ او یا د ”بېرته تابعیت ورکولو مرکزونه“ بولي.

چین کې ایغور مسلمانانو ته په دې ګناه چې دوی جلا دیني او قومي هویت لري د دښمنانو په سترګه کتل کېږي.

د چین چارواکي تل د دغو بندیانو په اړه ځانونه له پوښتنو تېروي او په ځواب کې یواځې همدومره وایي چې دوی په شینګ یانګ کې ”آرامي راولي، اقتصاد یی پر مخ بیايي او د  ټولو نژادونو تر منځ په سوله کي د ژوند فضا رامینځته کوي.“

چینایي چارواکي وایي، د شینګ یانګ سیمه کی د ”اسلامي افراطیت له سخت  ګواښ او خطر سره مخ دي.“

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close