رښتیني خلک / نعمان لطیف

 نعمان لطیف

ددنیا مال او متاع انسان دغفلت ترڅنګ بزدله کوي هم. شتمن خلک فکر کوي که داسې وکړي تاواني به شي، که هاسې وکړي زخمي به شي، مړ به شي،  زنداني به شي، او واکمن خلک هم دجاه او جلال مینه او مجلل ژوندون حتی له مرګ هم په وېره کې ساتي.

یواځې طالب چارواکي دي چې نه د مال او متاع لالچ له مسیر چپ کړه، نه جاه او جلال له مرګ په وېره کې واچول.

له کشر طالب نیولې تر مشر طالب ددنیا هیڅ قسم لالچ ئې زړونه ایل نشوای کړی.

په داسې حال کې چې د افغانستان برحاله واکمنان، له والي نېولې تر وزیر، له وکیل تر مدیر او رئیس دملت دشتمنیو په چور تالان لګیا دي. دملت په بربادۍ، غرب کې ځان له ابادۍ کوي.

دوی باور لري چې واک ئې بقاء نلري او جاه او جلال ئې موقت دی، ځکه په غرب کې دمجلل ژوندون جوړولو لپاره په دواړو لاسونو دملت شتمنۍ لوټوي.

دوی همدومره ډارن او بزدل هم دي، همدومره پست او رذیل هم دي. دوی خپله د جګړې له ټک ـ ټوک میلونه لیرې ژوند کوي، همدا وجه ده چې دننګونو او حماسو په دې وطن کې ئې ژوندون ګران دی او د ژوند تېرولو ترتیبونه په غرب کې جوړوي.

برعکس د طالب زعامت او قیادت د ملت په منځ کې اوسي، دملت څنګ کې اوسي او قسم په رب څو ځل مې داسې هم ولیدل چې ټوک ـ ټوک ډوډۍ، جواری، شلغم او سبزۍ ته ئې پرلت وهلی دی، په خوند ئې خوري مګر له سنګر نه دي شاته شوي.

د امریکایي ښکېلاک خلاف مقاومت او ددوی په اصطلاح پر خلاف ئې بغاوت، او بیا ژوند کول اسانه خبره نه ده. داسې زعامتونه شته دی چې مسلح قوت ئې تر اتوم رسي مګر د امریکایانو خلاف خوله نشي چوله کولای، اما طالب زعامت درګرده د امریکا خلاف مقاومت کوي او ډېری ئې له ډرون، شپنیو چاپو، ړندو بمباریو بې خوف او خطر دخپل ګران هېواد په خړو دښتو او سنګرونو کې پراته دي.

دطالبي فکر سره مرتبط خلک معتمد دي چې شهادتونه خالېګاوې نه را منځ ته کوي، تر دې چې دمشرانو شهادتونه د کشرانو په روحیاتو منفي اغېز هم نه ښیندي بلکې شهادتونه ددوی صفونه لا غښتلي کوي او په مشرانو ئې باور لا پیاوړی کوي.

دملا محمد عمر رحمه الله عاجزانه مړینه، او د ملا منصور رحمه الله مظلومانه شهادت ثابته کړه چې طالبان اوس دمدرسو هغه تیت ـ پرک طالبان نه دي چې دکال په پای کې به سره جلا شوه بیا به کلونه سره نه مخ کېدل. اوس طالبان یو فکر دی، یو غورځنګ دی، یو قدرت دی او هر طالب دتحفیظ، تنفیذ او تطبیق په فکر ژوند کوي.

دوخت رښتيني خلک همدوی دي، دمحکوم اسلامي امت په غم غمجن خلک همدوی دي او د امت دحال بدلولو لپاره رښتینې مبارزه طالبان کوي. په اوس کې همدوی دي چې د قران کریم ددې ایت کریمه مصداق دي: ((مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عٰهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضٰى نَحْبَهُۥ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا.))

ژباړه: له مؤمنانو څخه ځيني داسي شخصيتونه شته چي له الله سره یې کړې ژمنه رښتيا کړې ده: له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوك د وخت راتلو ته انتظار باسي. هفوی پخپله کړنلاره کښي هيڅ تبديلي را نه وستله.

دهلمند شهید والي دمؤمنانو له همدې ټولي څخه ؤ چې دخپل رب سره ئې ژمنه کړې وه او ترسره یې کړه.

شهادت د هر مؤمن مجاهد ارزو ده، والي صاحب هم شهادت برالا غوښت، دمیډیا پر وړاندې ئې هم غوښت او له خپل رب ئې په هر لمانځه کې په ژړا او فریاد هم غوښت.

شهید والي خپل مقصد او مرام ته ورسېد او دخپل پروردګار سره کړې ژمنه ئې سر ته ورسوله. د مجاهد لپاره ناکامي نشته دی، که کامیاب شي غازي او که شهید شي دخپل پروردګار سره د کړې ژمنې ترسره کونکی او د رښتینو خلکو په ډله کې حساب شي.

د والي صاحب شهادت دخالد بن ولید رضي الله عنه دهغو خبرو یاد تازه کوي چې دښمن ته ئې ویل: ستا پوځیان چې څومره له ژوند سره مینه لري، زما مجاهدین هومره مینه له شهادت سره لري.

خپلې مینې او ارزو ته درسېدا له امله شهید والي او پتمنۍ کورنۍ ته ئې مبارکي وایم، الله دې ددښمنانو پر زړونو زموږ دزعامت رُعب همداسې برلاسی لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close