ریښتینــــې ژبه او قلم

لیــکنه: م ن حمـــــزه

غربي رسنۍ نن سبا ولې د مظلومو مسلمانانو په مظلومیت پردې اچوي؟ دا یوه پوښتنه ده چه باید ځواب شي خو د ځواب ویلو یې څوک نشته ځکه دغربي رسنـــیو دا لازمه دنده او کـــردار ده چه حقیقت له نړیوالو عموماً او له مسلمانانو خصوصاً پټول غواړي او په یو حقیقت دومره د شکوکو او شبهاتو پردې خــپرې کړي چه خلکو نه یې حقیقت ته د رســیدو لاره ورکه کړې وي.

لکه نن سبا چه د بورما په مظلومو مسلــمانانو د ظالمو بودایانو له لوري په ډیره پراخه توګه تعذیبونه جریان لري او نړیواله ميډيا ورباندي ړنده او کڼه ده. خو؛ که چا ته ووایې چه د بورما مسلمانان په داسې مشکل کې راګير دي او له اسلامي هیوادونو نه یې د مرستو مطالبې کړي دي نو په رسنیو ایمان لرونکي یا په اصطلاح روشنفکران به درته ووایې چه دا هسې هوايې خبرې دي  ځکه نړیوالو رســنیو ورباندې راپورونه  نه دې خپاره کړي.

باید ووایو چه هغه ژورنالســـتان چه ځان ته مسلمانان وایې او د بشریت د ستر لارښود حضرت محمد مصطفي صلي الله علیه وسلم پیروان ځان بولې باید خپلې ژبې او قلمونه د غربي ميډيا د دروغو په خلاف استعمال کړي ځکه که ځان ته مسلمانان وایې نو بیا څنګه ددوی ضمـــیر دا مني چه ددوی په دین او مذهب باندې استهزاء کـــیږي او دوی ورته جونګه خوله نیولي وي.

که چــیرته ددوی قلمونه او ژبې د ظالمانو او د باطلو طاقتونو له ګواښونو نه وېریږي او د دولت دلالچ له امله یې دقلم او ژبې سپیڅلتیا(Sanctity) له منځه ځــي دا لیکوال دې قلم مات کړي او ژبه دې له وېلو بنده کړي دشـــتي او ځنګلونو ته دې ووځي تر څــو قلم او ژبه دده دضمـــیر خلاف په لیکلو او وېلو ککړنشي.

باید اسلامي لیکوالان او ژورنالیستان داسې لیکل وکړي یا داسې ژبه استعمال کړي چه کله هم ایمان لرونکي مظلوم مسلمانان ددوی لیکنې او غږيز مطالب واوري او دا پریکړه وکــړي چه نن هم د حسان ابن ثابت رضي الله عنه ځای ناســتي شته چه دخپلو ژبو او قلمونو په څوکو د کعب بن  اشرف لعین اولادونو ته ځواب ورکوي او دا مظلوم مسلمانان په خپلو رپیدلو لاسونو ورته د کامیابۍ دعاګانې وکوي.

دا دنده نن سبا یواځـــې اسلامپاله سوشل ميډيا پر مخ بیایې چه هغه هم تر فیسبوک او انټرنیټ محدوده ده او یو نړیواله راډیو نه لري نو دوی ته په کار ده چې د خپرونو صفحې زیاتې کړي او په عربي، انګــریزي ژبو هم خپرونې وکړي تر څو هغه مسلمانان وروڼه چه په پښتو او فارسي نه پوهـــیږي هم ګټه واخلي او د مظلومو مسلمانانو غږ د نړۍ تر هر کونج او کنار ورسوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close