زابل ارغنداب کې طالبانو ازبکستاني داعشیانو ته مرګ او ژوبله اړولې

زابل (کابل ټکی کام :دوشنبه ،لړم ۱۸ ،۹۴ ۱۳ل) زابل ولایت نه ترلاسه شوي خبرونه وايي، چې په یاد ولایت کې وسلوالو طالبانو د ازبکي داعشیان په مرکزونو بريدونه کړي چې پايله کې يي درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده .

زابل ولایت نه موثقو منابعو ويلي دي، چې په دغه جګړه کې  شاوخوا د ۷ تنو وسله والو طالبانو ترڅنګ ۸۰ تنه داعشي جنګیالي وژل شوي دي .

دغه داعش جنګیالي چې وزیریستان څخه دلته را کډه شوي وه، طالبانو د یولړ شرطونه په وضع کولو سره د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې ځای ورکړی وه،خو دوی هغه شرطونه ټول له پښو لاندې کړل.

د منصوردادالله په مشرۍ دغې ډلې خپل بیعت له ابو بکر بغدادي سره ديوې ويډیو له لارې اعلان کړ.

د یادونې وړه چې یوه اونۍ وړاندې دوي ۷ تنه هزاره افغانان له لويې لارې څخه نيولي وه چې تېره ورځ يي سرونه خوڅ کړه په وژل شو کې یو ماشوم او دوه مېرمنې هم شاملې وې .

12219572_1206852379331721_5022282735016380325_n12189788_1206851912665101_5088891976912471296_n12189772_1206852242665068_5270299717591283464_n

دغو داعشیان یوشمېر هزاره شعیه ګان تښتولي وه چې ښځې يي د میځو په توګه خپلو ځاینو ته بيولې وې .

د داعش اورپکې ډلې په دغه ولایت کې دغې ته ورته ډېر ناوړه پېښې تر سره کړي دي، نو له همدې امله د طالب وسلوالو مشرانو عملي اقدام وکړ .

ویل کيږي چې دغو ډلو ته طالبانو یو شمېر مخور او قومي مشران جرګه ليږلي وه ترڅو له خپلو ناوړه کارونو لاس په سر شي، خو د طالبانو دغو هڅو دوي ته کوم ارزش نه درلود.

د ازبکو جنګیالیو څخه د پاکستان قبايلي سیمه وزیریستان کې هم عام وکړي د دوي له شر څخه خوندي نه ول .

طالبانو ته نزدي منابع وايي چې دوي د منصور دادالله کور د تلاشۍ په مهال ۳۰۰ نوي کلاشینکونه وړي دي، دغه راز منابع وايي چې له ډېر درناوي سره يي د نوموړي د کور تلاشي کړې او د کور غړو ته يي ډاډ ورکړی چې هيڅ یو تن به تاسو ته کوم زیان ونه رسوي .

د یادونې وړ ده چې د سیمې خلکو هم له طالبانو سره مرستې کړي او طالبانو نه يي غوښتي چې ددوي له سیمو نه دغه جنګیالي وباسي .

وسلوالوطالبانو دپېښې په اړه څه نه دي ويلي،خو دځايي خلکو په ویناطالبانوډيرپرمختګ کړی دی.

بدرالدین ځواک

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close