زابل ارغنداب کې محلي پولیسو ۷۰ کلن سپین ږیری په مرموز ډول وژلی دی

کابل ټکی کام ۲۵غبرګولي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر 
له زابل ولایت څخه خبري منابع وايي، چې محلي پولیسو د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اړوند د سرخ سنګ د ناوې د خولې په کلي کې یو ۷۰ کلن سپین ږیری په مرموزه توګه وژلی دی.
دغه سپین ږیرى چې په جانو کاکا سره مشهور وو، په داسې حال کې وژل شوی دی، چې نوموړی په خپل باغ کې په کار بوخت وو.
د خبر پر اساس، چې محلي پولیسو جانو کاکا لومړی تعذیب کړ، او بیا یې په ډېره بې رحمانه توګه سره وواژه.
باید ووایو، چې محلي پولیس ډېری وخت په غزني، زابل او ورته سیمو کې ملکي وګړي سخت تعذیبوي، ډبوي او بالاخره یې وژني.
د یادولو ده، چې تېره ورځ هم په دغه ولسوالۍ کې محلي پولیسو د عامو خلکو موټران په ماینونو خېجولو ته مجبورول، د یوه موټر په خېجولو سره یې د موټر چلوونکی وواژه، د سیمې خلکو طالبانو ته شکايت کړى وو، او طالبانو سمدلاسه پر محلي پولیسو برید وکړ، اولاره یې خلاصه کړه.
ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close