زابل: بندي طالب د قوماندان په ګډون ۸ پولیس ځای پرځای وژلي، جګړه روانه ده

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲)

له زابل ولایت څخه ورکړل شوی راپورونه وایی، چې په شهرصفا ولسوالۍ کې یوه بندي طالب د تحقیق پرمهال  له یوه عسکر نه کلاشینکوف اخیستی او د قوماندان په ګډون ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
امنیتي سرچینو امریکا غږ ته ویلي ، د بندي طالب پر ډزو د ولسوالۍ د امنیه قومندانی اداری مدیر، جنايي مدیر او د ټولی قومندان په ګډون ۸ پوليس وژل شوي او څلور نور پوليس ټپیان دي.
دغه راز د ولسوالۍ تعمیر اور اخیستی او داسي لیدل کیږي چي بندي طالب د برید پر مهال د نورو پوليسو مهماتو او وسلو ته هم ځان رسولی دی.
د زابل چارواکي وایی، بندي طالب لا هم مقاومت کوي او د ولسوالۍ په تالار کې لا هم جګړه روانه ده.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي هم د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې “ دزابل شهرصفاولسوالۍپه قومندانۍکي یوه مجاهد بندي چي تازه یې له کندهارنه دالته رانقل کړی دتحقیق په مهال یې له یوعسکرنه کلاشنکوف لاس ته کړ قومندان پښتون او۷نورعسکریې ځای پرځای په ډزو ووژل“
نوموړی هم مني چې جګړه لا هم د ولسوالۍ په مقر کې جریان لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close