زابل: د طالبانو به برید کې ۲۰ امنیتي منسوبین وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۴)

راپورونه وایي چې طالبانو تیره شپه د زابل ولایت دنوبهار او شینکۍ ولسوالیو ترمنځ د لوړګي په سیمه کې پر میشتو امنیتي پوستو ډلییز بریدونه کړي.

خبر زیاتوي، د بریدونو په پایله کې چې څو ګړۍ یې دوام وکړ ، درۍ پوستې (د شیخود هدیري پوسته و د بابو دغونډۍ پوسته او د رمو اکا دباغ پای ته نوي پوسته) سقوط شوې او شاوخوا ۲۰ د ملي اردو او سیمیزو پولیسو عسکر په کې وژل شوي.
طالبان وایي، د وژل شویو امنیتي منسوبینو جسدونه په سیمه کې پاتې دي او په ګڼ شمیر وسلې او مهمات یې په لاس ورغلي.
دولتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close