زابل: د میزانې ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۲)

د زابل ولايت په ميزانې ولسوالۍ د طالبانو د وسله وال برید په ترڅ کې د دغه ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی دی.

تیره شپه طالبانو د ميزانې ولسوالۍ پر ودانۍ د ليزري وسلو بريد کړی چې د طالبانو په وينا په بريد کې د يادې ولسوالۍ امنيه قومندان اسد وژل شوی او يو بل عسکر وژل شوی او دوه تنه نور سخت ټپيان دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپله رسمي ټويټ پاڼه لیکي: د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ امنیه قومندان اسد سره له یوه ساتونکي دنوموړې ولسوالۍ په مرکز کي د لیزري توپک په برید کي ووژل شو۲عسکر نور ژوبل شول.

که څه هم ځايی امنيتي مسوولين پر ياده ولسوالۍ د طالبانو بريد تاييدوي خو تر اوسه چارواکود امنیه قومندان د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ويلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close