زابل شهر صفا کې یوه عسکر خپل ۳ ملګري په ډزو وژلي دي

 (کابل ټکی کام :پنجشنبه ،لړم ۱۴ ،۹۴ ۱۳ل)

د زابل ولایت شهر صفا کې یوه افغان پوځې پخپل ملګرو د ټوپک خوله راړولې۳ تنه يي وژلي ، یوه شوبله يي تخريب کړې او په لویه پیمانه وسلې او مهمات يي تر طالبانو رسولي دي .

دغه افغان سر تېري نن ماذديګر ۵ بجې د همدې ولسوالۍ اړوند د جلد په سیمه کې د سړک ساتونکو باندې ناتاره ډزې وکړې .

په یاد بريد کې د ۳ تنو عسکرو د وژل کېدو تر څنګ ۱ بل يي سخت ټپي شوي او یوې شوبلې ته يي اور ورکړی.

دغه عسکر له جګړې وروسته د خپل ملګرو۱ثقيل،۱راکیټ،۱ دهشکه او ۲ کلاشینکوفونه تر طالبانو رسولی دی .

محمدسمیع سعادت

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close