زابل: طالبانو د کمانډویانو چورلکه ویشتلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۲)

راپورونه وایي چې د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو یوه چورلکه رانسکوره شوې ده.

سیمیزې سرچینې خبرورکوي چې دغه چورلکه د وسلوالو مخالفینو له خوا ویشتل شوې  او ناستو کسانو ته په کې مرګ ژوبله هم او ښتې ده.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي د برید مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې ادعا کړې چې په چورلکه کې ټول سپاره کمانډویان وژل شوي دي.
نوموړي ویلي،   چورلکې تر نسکوریدو وروسته اور اخیستی او په ټولیز ډول له منځه تللې ده.

احمدي ویلي‏‎ “له پيښې سره سم سيمې ته دخپلووژل شویودانتقال دپاره نورې الوتکې راورسیدې  اوسیمه اوس ددښمن له لوري محاصره ده“
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم په میدان وردګو ولایت کې د ملي اردو یوې چورلکې د تخنیکي ستونزو له امله سقوط کړی وو،  چې وروسته بیا امریکایي ځواکونو لویدلې چورلکه په خپله له منځه یووړه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close