زابل: طالبانو په شملزو ولسوالۍ کې د يو کنډک قومندان وژلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۷) الماس خدرخېل

د زابل ولايت يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ویلي، چې وسلوالو د ځنځير د کنډک قومندان حيات خان په يوه وسلواله نښته کې وژلی دی.

نوموړی تېره ورځ ماذيګر مهال د شملزو ولسوالۍ اړوند د غلام معين الدين خان قلعه ته څېرمه په يو وسلوال بريدوژل شوی دی.

سرچينه زياتوي، چې نوموړی قومندان د کندهار د معروف ولسوالۍ د ولسوال وراره او په سيمه کې د درې سرحدي پوستو او د ځنځير کنډک ثاني قومندان و.

طالبانو د نوموړي بريد مسؤليت منلی او رسنيو ته يې په يوه لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په بريد کې يې د نوموړي د دوه ساتونکو په ګډون خپله قومندان حيات خان هم وژلی، موټر يې ويجاړ کړی او يو ټوپک يې هم ترې له ځان سره وړی دی.

طالبان وايي، نوموړي د ولسي خلکو په زورولو کې لاس درلود او د سيمې خلک يې له شر نه وژغورل شول.

تر دې دمه د یاد قومندان د وژل کېدو په اړه چارواکو څه نه دي ويلي، خو په شملزو ولسوالۍ کې افغان امنيتي ځواکونو ته وخت ناوخت مرګ ژوبله اوړي چې دولت يې له رسنيو سره نه شريکوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close