زابل: نفوذي عسکرو د پوستې نهه پوليس طالبانو ته ژوندي په لاس ورکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۷)

د زابل ولايت په شنکۍ ولسوالۍ کې څو تنو عسکرو د خپلې پوستې نهه ملګري طالبانو ته ژوندي په لاس ورکړي دي.

پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د وُستۍ کلي ته څېرمه په يوه پوسته کې رامنځته شوې ده.

ځايي امنيتي سرچينې وايي، چې د کريش پوسته سقوط شوې چې له کبله يې له لسو زيات پولیس نادرکه دي.

له بله پلوه طالبانو د يادې پېښې مسؤليت منلی وياند يې يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي: چې د درې تنو نفوذي کسانو په مرسته يې پوسته نيولې او د دغه پوستې نهه عسکر ژوندي نيول شوي او دوه تنه نور وژل شوي دي.

د احمدي په وينا، له يادې پوستې څخه طالبانو ته يوه رينجر موټر، پنځلس ميله وسلې او په زياته اندازه مرمۍ او مهمات په لاس ورغلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د يوې پوستې عسکر طالبانو سره د خپلو نورو ملګرو په وژلو او پوځي مرکز په نيولو کې مرسته کوي، بکې تر دې مخکې هم په تکرار سره ورته ډول پېښې رامنځته شوي دي چې آن مهمې قرارګاوې هم طالبانو په دغه شکل نيولي دي.

طالبانو په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې د افغان پوځ په ليکو کې لسګونه نفوذي کسان لري چې وخت ناوخت دوی سره د پوځ له داخل څخه د مرکزونو په نيولو او د بهرنيو او افغان ځواکونو په له منځه وړلو کې مرستې کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close