زابل کې يوه اربکي خپل ۴ ملګري وژلي او درې ټپيان کړي دي

کابل ټکی کام۰۹میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د زابل چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې يوه اربکي خپل څلور تنه ملګري وژلي دي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

پېښه د دې ولايت په مېزانې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د زابل د پوليسو يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي دي، چې د يادې ولسوالۍ د اربکيانو په يوه پوسته کې يوه اربکي تېره شپه ناوخته پر خپلو ملګرو بريد کړی، چې له امله يې ۴ تنه وژل شوي او درې نور مرګوني ټپيان دي.

سرچينې زياته کړې ده چې بريد ګر د خپلو ملګرو وسلې هم له ځان سره اخيستې دي او له سيمې تښتېدلی دی.

د زابل د پوليسو وياند هم د پېښې پخلی کړی دی، خو په اړه يې نور مالومات نه دي ورکړي.

د بريد پړه تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

ياده دې وي چې په زابل کې په روانه مياشت کې دوې نورې ورته پېښې هم رامنځته شوې وې، چې له امله يې لسګونو پوليسو او اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close