زابل: ګډو ځواکونو ولسي خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو څو ورځو کې په کندوز، ننګرهار، پکتیا او خوست کې هم ورته پیښې په پرلپسې توګه تکرار شوې چې د عام ولسونو، مدني فعالانو او سیاسي مشرانو سخت غبرګونونه یې له ځان سره درلودل.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۴)

راپورونه وایي چې افغان ځواکونو د بهرنیانو په ملتیا د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې تصفیوي عملیات کړي، چې پر مهال یې ولسي خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي.
سیمیزې سرچینې وایي، عملیاتي عسکرو د یادې ولسوالۍ په ،بوجخیلو،رمزو،شوخک،خیشکي،سره شا،ولیخیل، اوډنګرخیلو سیمو کې ګڼ ملکي تآسیسات نړولي او ۲ تنه کلیوال وګړي یې له کوم ځانګړي جرم پرته وژلي.

دغه راز یې ۲۰ تنه کلیوال د بندیانو په توګه له ځانه سره وړي او دعاموخلکو ۱تراکتور، ۱کرولا ۲ زرنج موټر سایکل او یوټونس موټریې سوځولي او د یو باب مدرسې په ګډون یې ۲ سرایونه په ټولییزه توګه ویجاړ کړي.

طالبانو پیښه بشري جنایت بللی او دملکي وګړو په نښه کول یې غندلي.
دولتي ځواکونو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی .
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو څو ورځو کې په کندوز، ننګرهار، پکتیا او خوست کې هم ورته پیښې په پرلپسې توګه تکرار شوې چې د عام ولسونو، مدني فعالانو او سیاسي مشرانو سخت غبرګونونه یې له ځان سره درلودل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close