زاخيلوال: شربت ګله نن د پاکستان له جيله ازاده شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۴) الماس خدرخېل

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکټر عمر زاخيلوال ويلي، چې شربت ګله د پيښور له جيل څخه ازاده شوې ده.

افغان سفير عمر زاخېلوال نن پر ټولنيزو شبکو په خپور کړي بيان کې ويلي، چې شربت ګله به راتلونکې دوشنبه خپل هېواد ته ستنه شي.

شربت ګله  تېره اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د اکتوبر۲۶ د پېښور په نوطیه کې د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې د پولیسو له لوري په دې تور ونیول شوه، چې د پاکستان د تابعيت جعلي شناختې کارډ يې جوړ کړی دی.

شربت ګله وروسته له هغه د افغانانو د مهاجرت په یوه سیمبول بدله شوه، چې تصویر یې څو لسیزې مخکې د نشنل جیوګرافیک مجلې پر پښتۍ له خپریدو وروسته په ټوله نړۍ کې مشهور شو.

عمر زاخېلوال له ټولو هغو فعالانو او ټولنو مننه کړې، چې د دې په راخلاصولو کې يې ورسره مرسته کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close