زخارووا: امريکا په افغانستان کې د خپلو ناکاميو مسئوليت پر روسيې اچوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲) د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، امريکا هڅه کوي چې په افغانستان کې د خپلو خاميو او ناکاميو پړه پر روسيې واچوي.

د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماريازخارووا وايي، امريکا ځکه پر روسيې د طالبانو د ملاتړ تور پورې کوي چې غواړي عامه ذهنيتونه مصروف وساتي او په دغه ډول څرګندونو د نړيوالو له نيوکو ځان خلاص کړي.

زخارووا زياتوي، امريکا په افغانستان کې له تېرو شپاړلسو کلونو راهيسې ګڼې نيمګړتياوې کړي چې دغه هېواد يې له ستر بحران سره مخ کړی او اوس د يادو نيمګړتياوو د پټولو لپاره پر روسيې د طالبانو د ملاتړ تورونه پورې کوي.

زخارووا ويلي، امريکا د افغانستان ټول هوايي قلمرو په واک کې لري نو څه ډول داعش وسله والو په چورلکو کې له يوه ځايه بل ځای ته لېږدول کېږي.

تر دې مخکې هم د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف او ایراني چارواکو ادعا کړې وه چې امريکا غواړي په افغانستان کې داعش ډله پياوړې کړي، هغوی ته د وسلو او پيسو مرسته ورکوي او له يوه ځايه بل ځای ته په تګ کې ورسره مرسته کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close