زرداد د ملي امنیت له لوري نیول شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۵) زرغون خوږیاڼی

د ګلبدین د حزب لوړپوړی قومندان زرداد په کابل کې د ملي امنیت سره بند کې دی، ویل کیږي، چې له نوموړي څخه دنویمو کلونو د جنګي جرمونو او فجایعو پلټنه پیل شوې ده.

قومندان زرداد فریادي چې د جنګي جرمونو، غلا ، اختطاف او قتلونو تورن دی په برتانیه کې په شل کلن بند محکوم شوی و، خو د ګلبدین حکمتیار او اشرف غني تر منځ د رامنځته شوې سولې په پایله کې زرداد فریادي له برتانیې نه وغوښتل شو چې تیره ورځ کابل ته راورسید.

تیره ورځ یې پلویان کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو، خو د رسنیو په وینا په هوايي ډګر کې زرداد چاته ونه ښودل شو او په کابل کې د بهرنیانو یوه سفارت ته ولیږدول شو، تر څو د انټر پول پولیس په موجودیت کې یې د ملي امیت ادارې ته وسپاري.

خو اوس ازادۍ رادیو ته د ملي امنیت یوې سرچینې ویلي، چې قومندان زرداد د ملي امینت له لوري نیول شوی او اوس له دوی سره په بند کې دی.

بلخوا په هیواد کې د حقوق بشر ادارې ویلي، چې قومندان زرداد به په کابل کې د خپلې دوسیې شاهدانو ته خطر پیښ کړي، دوی د برتانیې لخوا د زرداد خوشې کول غندلي دي.

 د بشر د حقوقو د څار ادارې مشرې پاټریسا ګوسمان ويلي، چې د برتانیې حکومت لخوا په دغه پریکړه کې له شاهدانو نظر نه دی غوښتل شوی او په یقین سره ویلی شو چې زرداد به د ده پر ضد د شاهدي وروکوونکي کسانو ژوند په خطر کې واچوي.

شريک کړئ:

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close